د حماس استخباراتي ځواک ۳ صهیونیستي جاسوسان اعدام کړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنګ استخباراتي ځواک تېره شپه درې صهیونیستي جاسوسان چې د اشغالګرو رژيم لپاره یې فعالیت کاوه، نیولي او په علني ډول یې په دار ځړولي دي.
د استخباراتي چارواکو په وینا، یاد جاسوسان د غزې دننه د فلسطیني مقاومت موقعیتونه، د قومندانانو تحرکات، او د نظامي مرکزونو معلومات اشغالګرو ته لېږل. سرچینې زیاتوي چې هغوی د اوږدې څارنې وروسته ونیول شول او جرمونه یې مستند شول.
د غزې مقاومتي ډلو دغه اقدام “عبرتناک سزا” بللې او زیاته کړې یې ده چې هر هغه څوک به ورته برخلیک ولري چې د دښمن لپاره جاسوسي کوي.
یاد کسان د خلکو پر وړاندې په دار ځړول شوې او په جنازو یې بندیز لګیدلی ده دا پېښه د اشغال ضد روان مقاومت یوه برخه بلل شوې او د غزې خلکو له لوري د دا ډول ګامونو ملاتړ شوی دی.



