عبدالملک حوثي: عربي پوځونه په ۶ ورځو کې مات شول؛ خو د غزې مجاهدین له ۲۱ میاشتو راهیسې مقاومت کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصار الله اسلامي غورځنګ مشر، سید عبدالملک بدرالدین الحوثي، د غزې د مجاهدینو استقامت او ثابت‌ قدمي ستایلې او ویلي یې دي، چې د دوی مورال او قرباني د عربي نړۍ لپاره یو الهام دی.

نوموړي زیاته کړه:
“عربي پوځونه د شپږ ورځو په جګړه کې مات شول؛ خو د غزې مجاهدین له نږدې دوو کلونو راهیسې د صهیونیستي یرغل پر وړاندې ولاړ دي.”

هغه په خپل تازه وینا کې پوښتنه وکړه:
“که د غزې مجاهدینو سره هغه وسلې وای چې عربي پوځونه یې لري، نو تصور وکړئ چې پایله به څنګه وای؟”

الحوثي د مقاومت دا ثبات د لوړې روحیې، عقیدوي باور، او د حق لپاره د قربانۍ ژوندۍ بېلګه وبلله. نوموړي همداراز پر اسلامي امت یوځل بیا غږ وکړ چې د غزې د مقاومت ملاتړ وکړي، ځکه دا جګړه یوازې د فلسطین نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د عزت جګړه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button