یمني ځواکونو حیفا کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع ویلي، چې د دوی توغندي او بې پیلوټه الوتکې توانېدلي چې د اشغالګر رژیم د حیفا ښار په بېلابېلو مهمو پوځي اهدافو بریدونه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، دغه عملیات په دقیق ډول تر سره شوي او ټاکل شوې موخې یې په بریالیتوب سره ویشتل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې دا بریدونه د فلسطین له مظلومو خلکو سره د ملاتړ په موخه ترسره شوي او تر هغو به دوام ومومي، تر څو چې اسرائیلي یرغل پای ته ونه رسېږي.

یحیی سریع دا هم ویلي، چې یمن به د غزې د اوسېدونکو تر څنګ ولاړ وي او د فلسطین د قضیې ملاتړ ته به دوام ورکوي. نوموړي اسرائیلي رژیم ته خبرداری ورکړی، چې که پر غزه بریدونه ونه دروي، نو د یمن بریدونه به لا شدید شي.

باید وویل شي چې یمني ځواکونو له تېرو نږدې ۲ کلونو راهیسې پر اسرائیلي اهدافو بریدونه پیل کړي، چې ډېری وخت د حیفا، اېلات، تل ابیب او اشغالي فلسطین نورې سیمې هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button