یمن کې د امریکا او اسرائیلو پر ضد پراخ لاریونونه ترسره شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د پلازمینې “صنعا” په ګډون د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کې زرګونه یمنيان سړکونو ته راووتل او د امریکا او اسرائیلو پر ضد یې پراخ لاریونونه ترسره کړل. دغه لاریونونه پر ایران د امریکا او اسرائیلو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، لاریونوالو د فلسطین، یمن او حزبالله بیرغونه له ځانونو سره لیږدول او د مقاومت له مشرتابه یې هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ. لاریون کوونکو شعارونه ورکول:
«الموت لأمريكا – الموت لإسرائيل»
«بالروح بالدم نفديك يا فلسطين»
«لن نركع إلا لله»
د صنعا سربیره په صعده، عمران او حجه ولایتونو کې هم ورته لاریونونه ترسره شوې، چې د زرګونو خلکو ګډون پکې کړی و.
د انصارالله ویاند ویلي، چې دا لاریونونه د «شهیدانو له وینو سره وفاداري» ښيي او تر هغو به دوام کوي څو چې فلسطین ازادي نه وي ترلاسه کړی.



