غزه کې د مقاومت ځواکونو او اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

په داسې حال کې چې د امریکا، قطر او ترکیې په منځګړیتوب غزه کې د اوربند په اړه د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ خبرې اترې پیل شوي؛ خو لا هم د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې د مقاومت د ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ او مرګونې نښتې روانې دي.
د غزې له شمال څخه راپورونه وایي، چې تېره ورځ حماس ځواکونو د صهیونیستي پوځ ۵ ټانکونه ویجاړ کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د غزې په جنوبي خان یونس سیمه کې هم د مقاومت ځواکونو د اشغالګرو پوځي کاروان تر بریدونو لاندې راوستی، چې په پایله کې یې ۷ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د ویلو ده، چې تېره شپه د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا لوړ پوړي قوماندان “عزیزالدین الحداد” د مقاومت ځواکونو ته پر اشغالګرو د پرېکنده عملیاتو پیلولو امر وکړ او په خبره یې که باعزته سوله ونشي دوی به جګړې ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button