ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت په اړه نن غونډه کوي

(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ نن (دوشنبه) د افغانستان د روان وضعیت په اړه ځانګړې غونډه جوړوي.

د دې غونډې د اجنډا مهم ټکي د افغانستان اوسنی حالت، افغانان او اړوند نور مسایل دي.

راپورونه وايي، دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د کابل په وخت دغه غونډه د ماښام په شپږ نیمو بجو پېلېږي، چې د افغانستان پر وضعیت به پکښې خبرې وشي.

ويل کېږي د غونډې په پای کې به ګډونوال د افغانستان د وضعیت په اړه یو پرېکړه لیک هم تصویب کړي.

تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت سرپرست حکومت د دې غونډې په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو تردې مخکې يې د ورته غونډو په اړه وخت پر وخت ويلي چې د اسلامي امارت له استازي پرته يادې غونډې بې نتيجې او بې هدفه دي چې هيڅ کونه ګټه به ونکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button