کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډې له پرېکړې سره سم، له دې وروسته ټول نظامي مسؤلین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال، یوازې هغه یونیفورم واغوندي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د یاد وزارت اساسي دندې د امنیت ټینګښت، د قانون تطبیق او له جرمونو سره مبارزه ده، او د پولیسو د منسوبینو لپاره د واحد یونیفورم کارونه به د خلکو لپاره د پولیسو په پیژندنه کې اسانتیا رامنځته کړي.
دا پرېکړه د کورنیو چارو وزیر ښاغلي خلیفه سراجالدین حقاني تر منظورۍ وروسته ټولو اړوندو ځواکونو ته ابلاغ شوې ده.


















