کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د عالي سیاسي شورا یو غړی ویلي، چې د دښمن له لوري پر یمني تأسیساتو دوامداره بریدونه به د دوی ولس د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ په اراده کې هېڅ ډول کمزوري را نه ولي، بلکې لا به یې پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړو لخوا یمن ته متوجه بریدونه، د غزې د مقاومت د ملاتړ په بدل کې دي، خو یمن به تر پای پورې د فلسطین له قضيې سره ولاړ وي.
د انصارالله چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن سهار وختي اسراېیلي اشغالګرو لخوا یو ځینی یمني سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
د یمن د مقاومت مشران ټینګار کوي چې د فلسطین د آزادۍ لپاره روانه مبارزه د ټولې اسلامي امت مسؤلیت دی، او یمن به پخپل ځای ولاړ وي.


















