د حماس او اسرائیلو خبرې؛ لومړۍ ناسته بې پایلې پای ته ورسېده- حماس: اسرائیلي پلاوی صلاحیت نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د غزې د اوربند په اړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې لومړۍ ناسته بې‌ له کومې پایلې پای ته رسېدلې ده.

رویټرز خبري آژانس د فلسطیني چارواکو له قوله ویلي، چې د اسرائیلي پلاوی غړو د جدي پرېکړو او مؤثرو خبرو لپاره لازم صلاحیت نه درلود، او همدې چارې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ جوړ کړ.

یاده ناسته د قطر په منځګړیتوب، د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د اسیرانو د تبادلې لپاره ترسره شوې وه، خو د پام وړ پرمختګ نه دی پکې شوی.

قطري چارواکو هم تایید کړې چې د خبرو لړۍ به دوام ومومي، خو تر اوسه د دوهم پړاو لپاره رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روان ده او نړیوالې ټولنې د اوربند لپاره پر دواړو اړخونو د فشار د دوام غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button