(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴):
د اسرائيل د پوځ پخواني سرتېري، دانييل ادري، چې د جګړو له سختو رواني فشارونو او د وژل شویو کسانو د بویونو له یادونو سره مخ و، وړمه ورځ په شمالي اسرائيل کې ځان وژنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دانييل ادري د صفد ښار ته څېرمه د بيريا په ځنګل کې خپل ژوند پای ته ورساوه. نوموړي په لبنان او غزه کې د جګړو پر مهال ګڼ مړي ليدلي او لېږدولي ول، چې له امله یې پر رواني ناروغۍ اخته شوی و. د هغه مور وايي، زوی یې تل ورته ویل چې د مړو بویونه یې له ذهنه نه وځي او هر وخت د مړو انځورونه ویني.
د ادري حالت وروسته له هغه نور هم خراب شو، چې د خپلو دوو نږدې ملګرو د وژل کېدو خبر یې ترلاسه کړ. نوموړي څو ځله هڅه کړې وه چې د رواني ناروغۍ رسمي پېژندلو او درملنې لپاره د دفاع وزارت له لارې مرسته ترلاسه کړي، خو پای کې یې د درملنې پر ځای ځان وژنې ته مخه کړه. د هغه مور غوښتنه کړې چې زوی یې د پوځي مراسمو سره خاورو ته وسپارل شي، خو پوځ ویلي چې ادري د مرګ پر مهال په خدمت کې نه و او د پوځي جنازې مستحق نه ګڼل کېږي.


















