(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقجي د بریکس په سرمشریزه کې ویلي، چې ایران د «دوو دولتونو حل» پر وړاندیز خپل تحفظ لري او دا یې د فلسطین د ستونزې لپاره ناکام او غیر عملي لاره بللې ده. هغه زیاته کړې، چې ایران به په رسمي توګه د دې پرېکړې پر وړاندې خپله یادداشت وړاندې کړي.
عراقجي څرګنده کړې، چې د فلسطین عادلانه حل په دې کې دی چې د فلسطین ټول اصلي اوسېدونکي ــ یهود، مسیحیان او مسلمانان ــ په یوه ګډ ټولپوښتنه کې برخه واخلي، څو د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. د هغه په وینا، «دوو دولتونو حل» له کلونو راهیسې اعلانېږي، خو هېڅ ډول بریا یې نه ده درلودلې، او اصلي خنډ پکې خپله اسرائيلي رژیم دی.
هغه ټینګار کړی، چې د یوه واحد، ډیموکراتیک دولت جوړول، چې پکې د فلسطین اصلي اوسېدونکي په سوله او ګډ ژوند وکړي، یوازینی عادلانه حل دی. عراقجي زیاته کړه، چې پرته له عدالت څخه به نه یوازې د فلسطین مسله حل نه شي، بلکې د سیمې نورې ستونزې به هم پر ځای پاتې وي.


















