د بغلان د برکې ولسوالۍ لپاره نوې درې پوړیزه ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه

(کابل ټکی کام، شنبه، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴):

د بغلان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې شوې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د معلوماتو له مخې، دا نوې ودانۍ د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

یاده ودانۍ چې د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت رغول شوې، درې پوړه لري او په ټولیز ډول ۲۶ ادارې خونې پکې ځای پر ځای شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې دا ودانۍ د معیاري جوړښتونو له مخې رغول شوې او د اړتیا وړ اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.

د بغلان ولایتي اداره وايي، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د برکې ولسوالۍ د اداري چارو کیفیت لوړ شي، خلکو ته به پر وخت او غوره خدمات وړاندې شي، او د کارکوونکو لپاره هم د کار مناسبه فضا رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button