(کابل ټکی کام، جمعه، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴):
د غزې روغتيايي سرچینې وایي چې له نن سهاره د اسرائيلي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه فلسطینیان شهيدان شوي دي، چې په کې ۲۷ تنه هغه کسان دي چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
سرچينې وايي، د دغه شهيدانو له ډلې د غزې په رفح ښار کې د مرستو د وېش په یوه مرکز کې د اسرائيلي ځواکونو په برید کې ۲۷ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د شهدا الاقصى روغتون یوه مسوول ویلي، د تېلو د نشتوالي له امله روغتونونه له جدي ستونزو سره مخ دي او ښایي ډېر ژر خپلې طبي چارې ودروي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې او عاجلې څانګې په ځانګړې توګه د بندېدو له سخت ګواښ سره مخ دي.
















