(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴):
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي ویلي، چې د اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبت الله اخندزاده په لارښوونه، پر هغو کتابونو چې دننه په هېواد کې چاپیږي، مالیه په بشپړه توګه معاف شوې ده.
همدارنګه، پر هغو کتابونو چې له بهر څخه واردیږي، مالیه ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
ښاغلي فراهي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا ګام د کتابونو د چاپ، خپرونو او ناشرانو د بشپړ ملاتړ په موخه پورته شوی دی او د دوی د ستونزو د حل لپاره هم ځانګړې طرحې شتون لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په هېواد کې د مطبوعاتو او فرهنګي چارو پراختیا ته ژمن دی او د کتاب لوستلو فرهنګ د پیاوړتیا لپاره لازمې آسانتیاوې برابروي.


















