(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴):
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء راپور ښيي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو پولو (اسلامکلا، ورېښمو، سپینبولدک، تورخم او انګور اډې) څخه ۳۸۰۸ کورنۍ، چې ټولټال ۲۰۷۳۵ تنه افراد وو، په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، له ۳۳۴۴ کورنیو سره مجموعاً ۲۷،۳۸۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۳۱۵ کورنۍ له سرحدونو څخه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۲۰۰۸ عدده سیمکارتونه ویشل شوي، ۵۲۵۶ تنه مهاجرین تداوي شوي، او سلګونه خوراکي ډوډۍ او اوبه هم وېشل شوي دي.
د کمېسیون مسؤولینو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو مهاجرینو د سمون، بیا مېشتېدو او خدماتو لپاره پراخ پلانونه لري، او د هېواد دننه ټولو اړوند ادارو ته سپارښتنه شوې چې دغه بهیر په منظمه، شفافه او مؤثره بڼه پر مخ یوسي.


















