له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ؛ ورکه ماشومه د سرې میاشتې رضاکارانو پيدا او خپلې کورنۍ ته وسپارله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

په داسې حال کې، چې له ګاونډي هېواد ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده له هرات ولایت څخه راپورونه وایي، چې د “افغاني سرې میاشتې” ټولنې رضاکارانو یوه ورکه شوې ماشومه چې له ایران څخه د جبري ایستنې پر مهال ورکه شوې وه پیدا او خپلې کورنۍ ته‌ وسپارله.

دغه ماشومه، چې له خپلې کورنۍ بېله شوې وه او د سختو شرایطو له ګواښ سره مخ وه، د سرې میاشتې د رضاکارانو د هڅو پایله کې وموندل شوه. د افغاني سرې میاشتې سیمه‌ییزو مسؤلینو “کابل ټکی کام” ویب سایټ ته ویلي، چې دوی دا ماشومه له ایران څخه راګرځېدونکو کډوالو تر منځ پیدا کړې او د لټون له لارې‌ یې کورنۍ ته سپارلې ده.

د ماشومې د کورنۍ غړو د افغاني سرې میاشتې له بشر دوستانه هڅو مننه کړې او دا یې یو لوی احسان بللی ده.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ روانه ده او نږدې هره ورځ د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو له لوري له کورنیو بیل شوي ماشومان خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button