کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ایران ستر مذهبي مشر آیتالله سید علي خامنهای له غزې د یمن د انصارالله غورځنګ د ملاتړ ستاینه کړې او په خبره یې د صهیونیستي ترهګر ريژیم پر وړاندې به جهاد تر بریا پورې دوام لري.
آیتالله خامنهای وویل: “هغه څه چې د یمن خلکو او حکومت د غزې د خلکو په ملاتړ کې ترسره کړي دي، د ستاینې وړ دي، او موږ هیله لرو چې جهاد او مقاومت به تر بشپړې بریا پورې دوام ومومي.”
نوموړي زیاته کړې، چې د مقاومت محور، له فلسطین، لبنان، یمن، عراق، سوریې او ایران پورې، د یوه ګډ هدف لپاره مبارزه کوي او دا مسیر به، انشاءالله، د اشغال پای ته رسولو او د فلسطین د آزادۍ لامل شي.
یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې یمني ځواکونه له تېرو ۲ کلونو راهیسې د غزې له خلکو سره د ملاتړ په موخه پر صهیونیستي اهدافو سلګونه بریالي بریدونه کړي، چې دا د مقاومت محور د ګډ دریځ یوه مهمه نښه بلل کېږي.


















