عراقچي: حماس په غزه کې د صهيونيست رژيم پر ضد ۲۰۰ زره نوي ځواکونه جذب کړي دي

(کابل ټکی کام، (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴):

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، د حماس جهادي غورځنګ په غزه کې د صهيونيستي رژيم پر ضد د مقاومت لپاره ۲۰۰ زره تازه‌دمي ځواکونه جذب کړي دي.

عراقچي په خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي، چې د اسرائيلو لومړي وزیر نتنیاهو دوه کاله وړاندې د غزې د بشپړې بریا ژمنه کړې وه، خو اوس نه یوازې له پوځي بن‌بست سره مخ دی، بلکې په جنګي جرمونو تورن دی او په مقابل کې حماس ته ۲۰۰ زره نوي ځواکونه ورګډ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، اسرائيلو دا تمه لرله چې د څو هسته‌یي پوهانو په ترور سره به د ایران څلوېښت کلن سوله‌ییز هسته‌یي پروګرام ختم کړي؛ خو د هغه په وینا، ایران له دې پوهانو څخه لا پیاوړي زده‌کوونکي روزلي، چې ډېر ژر به نتنیاهو ته خپل توان وښيي.

عراقچي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې مقاومت به دوام وکړي او د غزې خلک به د صهيونيست رژيم پر وړاندې ولاړ پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button