کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي تحریک د حماس د نظامي څانګې (القسام) پخواني مشر شهید محمد ابو ضیف د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړی دی او هغه یې د امت یو لوی مجاهد، د حریت سمبول، او د مقاومت د لارې روښانه ستوری یاد کړی دی.
په دې پیغام کې راغلي:
“شهید القائد محمد ابو ضیف، چې خپل ژوند یې د فلسطین د آزادۍ او د اشغال پر ضد مبارزې ته وقف کړی و، د هغو مخلصو مجاهدینو له جملې څخه و چې د امت عزت، کرامت او سپېڅلي اهداف یې د خپل ځان نه پورته بلل.”
اعلامیه کې راغلي:
“د هغه شهادت که څه هم موږ ته ستره ضایعه وه، خو د هغه ژوند، تګلاره او میراث د میلیونونو مسلمانانو لپاره الهام بښونکی دی، او د جهاد او مقاومت لاره به د هغه په یاد کې لا پیاوړې شي.”
په پای کې، اخوان المسلمین له امت اسلامي څخه غوښتنه کړې چې د شهیدانو د وینې امانت ته وفادار پاتې شي، او د اشغال پر ضد مبارزه تر بریا پورې جاري وساتي.
د ویلو ده، چې شهید محمد ابو ضیف د ۲۰۲۴م کال په جولای میاشت کې د اسراییلي برید له امله شهید شو، خو نوم، مبارزه او تګلاره یې د مقاومت محور کې تلپاتې شوې ده.


















