(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴):
شمالي کوريا خبرداری ورکړی، که د امریکا، جاپان او سویلي کوريا له خوا په لر ختيځ کې ګډ هوايي تمرینونه دوام وکړي، نو ښايي پوځي ځواب ورکړي.
د کوريا رسمي خبري آژانس (KCNA) د راپور له مخې، ياد هوايي تمرینونه د امریکا د ستراتیژیکو بم اچوونکو الوتکو په ګډون ترسره شوي، چې پیونګیانګ یې د سیمې امنیت ته جدي ګواښ ګڼي.
شمالي کوریا ټینګار کړی چې دا ډول پوځي فعالیتونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د شخړو د پارولو لامل کېږي، او که دوام وکړي، نو دوی به اړ شي خپل پوځي غبرګون وښيي.
له بلې خوا، امریکا، جاپان او سویلي کوریا په ګډه شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی، چې له ناقانونه او پاروونکو فعالیتونو لاس واخلي او د سیمې ثبات ته درناوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د سیمې امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن شوی او د شمالي کوريا او لوېديځو متحدينو تر منځ پوځي ترینګلتيا نوره هم زياته شوې ده.


















