سوريه: سوېداء کې مرګونې نښتې؛ د پوځ، درزي او بدوي قبیلو ترمنځ تاوتریخوالی او نړیوال غبرګونونه

(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴):

د سوریې په سوېداء ولایت کې د درزي جنګیالیو او بدوي قبیلو ترمنځ د تښتونو له پېښو وروسته خونړۍ شخړې رامنځته شوي، چې په ترڅ کې يې د سوريې د دفاع وزارت په وینا ۱۶ سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې، په دې نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویاند، عقيد حسن عبدالغني، خلکو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی خوندیتوب، کرامت او شتمني د پوځ امانت دي او هېڅکله به پرې معامله ونه شي.

په ورته وخت کې، د سوريې د کورنیو چارو وزارت وروستیو پېښو کې امنیتي مداخله اړینه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې د ټولو وګړو د خوندیتوب لپاره بې پرې او ژمن دي.

وزارت د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه پېښې یې د ټولنیزې سولې لپاره لوی ګواښ ګڼلی دي.

راپورونه زیاتوي چې د ښار په مرکزي سیمو کې د سوریې د دفاع وزارت اړوند ځواکونو له لوري د هاوان او توغنديزو بریدونو له امله خلک د وېرې په حالت کې ختیځو سیمو ته تښتېدلي دي، چې له امله یې د ښار په ځینو برخو کې ګډوډي خپره شوې ده.

په عين حال کې د دروزو مذهبي مشر حکم الهجري د نړیوال ملاتړ او بهرنۍ مداخلې غوښتنه کړې او د امنیتي ځواکونو د ننوتلو مخالفت یې څرګند کړی، په داسې حال کې چې بل درزي مشر، حمود الحناوي، له پخواني ولسمشر بشار الاسد غوښتي چې د درزي ډلو او سني قبیلو ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي او مداخله وکړي.

د لبنان درزي مشر وليد جنبلاط بیا د نړیوالې مرستې غوښتنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې د سوېداء امنیت یوازې د سوریې د دولت مسولیت دی.

بلخوا، اسرائيلي پوځ هم اعلان کړی چې په سوېداء کې یې د سوریې څو ټانکونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button