ذبیح الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع الله تراب په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړه

(کابل ټکی کام، سه شنبه، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴):

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ولسي او وتلي شاعر مطیع الله تراب د مړینې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

 ښاغلي مجاهد په خپل رسمي اکس (ټویټر) حساب کې لیکلي چې د مطیع الله تراب د وفات خبر هغه سخت متأثر کړی دی.

هغه له الله تعالی څخه د مرحوم لپاره د جنت الفردوس دعا کړې او د هغه کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده. ښاغلي مجاهد لیکلي: “له الله تعالی څخه نوموړي ته جنت الفردوس، کورنۍ او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو.”

مطیع الله تراب د هېواد یو مشهور ولسي شاعر و، چې په خپلو شاعرۍ کې یې د ولس ستونزې او ټولنیزې خبرې په ساده او ژور سبک بیانولې.

د هغه مړینه د هېواد فرهنګي او ادبي ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button