کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د سوریې په جنوب لوېدیځ سېدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسلهوالو ترمنځ جګړه روانه ده، چې د راپورونو له مخې تر دې دمه پکې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
جګړه چې له تېرې ورځې راهیسې د سېدا په شاوخوا کلیو کې پیل شوې له امله یې لسګونه نور کسان ټپیان شوي او ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
سیمهييزې سرچینې وايي، د جګړې پر مهال دواړو خواوو سپکې او درنې وسلې کارولي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې د سوریې حکومتي ځواکونه هڅه کوي یاغیان وځپي؛ خو تر اوسه نه دي بریالي شوي ترکیې بیا پر دواړو لوریو غږ کړی، چې له زغم کار واخلي او د اوربند په اړه خبرې پیل کړي.


















