د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال له روزا اوتانبایوا سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا او مل پلاوي سره په کابل کې وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو وضعیت، مرستو، او د هغوی د حقونو د خوندي کولو پر موضوعاتو خبرې کړي دي.

مرستیال حنفي وویل، اسلامي امارت د افغان کډوالو د خدمت لپاره هر اړخیزې هڅې کوي او له نړیوالو یې وغوښتل چې له یادو کډوالو سره د مرستو او حقونو د تضمین په برخه کې خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي. هغه ټینګار وکړ، چې کډوال زموږ مهم مسؤولیت دي او نړیوال باید له خپلو امکاناتو څخه د هغوی د ملاتړ لپاره کار واخلي.

په ورته مهال، روزا اوتانبایوا څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره څو ناستې کړي، څو د کډوالو د جبري ایستنې مخه ونیسي.

دې زیاته کړه چې د “UNHCR” ادارې له لوري افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې چې ژر به عملي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button