سرمقاله
که څه هم د صهيونيستي اشغالګرو پر وړاندې د فلسطيني ملت مقاومت لسيزې مخينه لري، خو له تېرو څه کم دوه کلونو دغه مقاومت ډېره خونړۍ بڼه خپله کړې ده.
په داسې حال کې چې صهيونيستي اشغالګر له نوي بربریت سره د غزې پر بېوسه خلکو د اور، لوږې، تندې او محاصرې تيارې راکښته کړې، د حماس مجاهدينو د ايمان، ارادې او مقاومت هغه مشعل بېرته بل کړی چې ډېرو مړ ګاڼه.
دا جګړه د وسلو جګړه نه ده؛ بلکې د ارادو، باورونو او انساني ارزښتونو جګړه ده. اشغالګر غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی ځواکمن او واکمن دي، خو حماس او نور فلسطیني مجاهدین نړۍ ته دا پیغام لري چې واک د ټانکونو او وسلو پر زور نه، بلکې د ايمان او هدف له لارې تثبیتېږي. غزې وښوده چې له مادي وسائلو محروم ولسونه هم کولای شي د نړۍ تر ټولو ښکېلاک پاله دولت د خبرو اترو لپاره پر زنګون وهلو مجبور کړي.
فلسطينیان داسې ازادي نه غواړي چې څوک يې ورکړي، بلکې غواړي ازادي واخلي؛ ځکه ازادي يوه الهي او فطري غوښتنه ده، نه يوه سیاسي پروسه. تجربه ښيي چې کوم ولسونه د ازادۍ تمه له ملګرو ملتونو، عربي نړۍ یا لوېدیځو قدرتونو لري، هغوی تل د اشغال په ځنځیرونو کې تړلي پاتې شوي دي. يوازې هغه ولسونه بريالي شوي دي چې د ظلم پر وړاندې ولاړ شوي، قرباني يې ورکړې او د خپل حق د اخيستلو لپاره يې مټې را بډ وهلي دي.
نن که نړۍ د فلسطين د ماشومانو پر وژنه چپه خوله ده، دا د اسلامي امت د بېغورۍ نتيجه ده. د اشغالګرو ټانکونه، د هغوی بېپيلوټه الوتکې، او د لوېدیځ ملاتړ هېڅکله د حق پر وړاندې نشي ولاړېدای، خو د دې لپاره شرط دا دی چې امت له تماشه چيانو ځانونه عملي ميدان ته را وباسي.
د حماس او فلسطيني ملت مقاومت بايد زموږ لپاره يوازې یوه “خبر” نه، بلکې یو “درس” وي. هغوی موږ ته وښوده چې ازادي د زاريو او قراردادونو په مېز نه راځي، بلکې د قربانۍ، عقيدې او عمل په ميدان ترلاسه کېږي. دوی موږ ته دا پيغام راکوي چې که ته حق لرې، نو بايد د هغه لپاره ودرېږې، که په هر قيمت وي!
پایله دا ده چې ازادي نه د رحم توکی دی، نه هم څوک يې چا ته تحفه کوي. ازادي د مېړنیو، مؤمنو او قرباني ورکونکو خلکو برخه ده. د حماس مقاومت موږ ته دا زرين اصل يو ځل بيا راياد کړ: “ازادي ورکول کېږي نه، اخيستل کېږي!”


















