کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د سوریې د جنوبي د “سویدا” ښار وضعیت لا هم ترینګلی دی، د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي او د اسرائیلي یرغلګرو لخوا پر حکومتي ځواکونو خونړي هوايي بریدونه هم دوام لري..
ځايي سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي، چې ډیری یې د حکومتي ځواکونو غړي دي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، حکومتي ځواکونه د وضعیت د کنټرول لپاره ښار ته داخل شوي وو؛ خو د مخالفو وسله والو له سخت مقاومت سره مخ او له ښار څخه وتلو ته اړ شوي دي.
په ورته وخت کې اسرائیلي پوځ د دروزوي قبیلې د ساتنې په پلمه د حکومتي ځواکونو پر زغروالو موټرو او سنګرونو درنې هوایي بمبارۍ کړي دي. د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي دا عملیات به تر هغه دوام لري څو چې د دروزو اقلیت ته خطر موجود وي.
د سوریې د دفاع وزارت د دغو بریدونو په اړه چوپتیا غوره کړې؛ خو ځینې سرچینې وايي چې حکومت په سیمه کې اوربند اعلان کړی او هڅه کوي شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
سیاسي شنوونکو د اسرائیلو دا ډول ښکاره مداخله د سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بللی او په خبره یې ښايي د جګړې لمن د سوریې نورو ښارونو ته هم وغځیږي.


















