کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴، ۱۴۰۴ل)
د غزې په شمالي جبالیا سیمه کې د مقاومت ځواکونو له لوري یو بریالی کمین ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه درې صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.سرچینې زیاتوي چې برید د دقیقې څارنې او استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوی، او بریدګرو له کمین وروسته په خوندي توګه له سیمې ځانونه ایستلي دي. د اسراييلي پوځ له لوري تر اوسه په رسمي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د حماس او اسلامي جهاد ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې په شمال، په ځانګړې توګه جبالیا، بیتحانون او شیخ رضوان کې خپلو کمیني بریدونو ته شدت ورکړی، چې د صهیونیستي پوځیانو د تلفاتو کچه کې بیساری زیاتوالی راغلی دی.


















