د قزاقستان ولسمشر: له افغانستان سره اړيکې، اقتصادي او بشري همکاري پراخوو

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان په چارو کې له خپل ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي له امارت اسلامي سره دوه اړخیز تماسونه لا پراخ کړي.

د قزاقستاني رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر توکایف خپلو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له افغانستان سره سوداګریزه، اقتصادي او بشري همکاري نوره هم پیاوړې کړي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د آلماتي دفتر له ظرفیتونو څخه هم ګټه واخلي.

توکایف همداراز د قزاقستان د بشري او تعلیمي ابتکاراتو دوام مهم بللی، څو د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button