په بلخ کې ۶۳۳ کسان له مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شول

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):

د بلخ ولایت د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۶۳۳ تنه منسوبین له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول او د نظم او امنیت په ټینګښت کې به خپله ونډه واخلي.

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي “ابو ادریس” ګډون کړی و. نوموړي په خپله وینا کې فارغانو ته وویل چې هغوی د نظام یوه مهمه برخه دي او باید د یونیفورم، شخصیت او د هېواد د حق درناوی وکړي.

دغه راز، د اکاډمۍ قوماندان شیخ محمد صابر “الفت” له فارغانو غوښتنه وکړه چې خپلې زده کړې د دین او خلکو په خدمت کې وکاروي، له خلکو سره ښه چلند وکړي او د نبوي سنتو سره سم ښه اخلاق ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button