کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
اسراییلي ورځپاڼې معاريف راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د سوریې په سوېدا ولایت د ځمکني یرغل لپاره چمتووالی بشپړ کړی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې دا چمتووالی له هغه وروسته شوی، چې د سوریې حکومت او دروزي وسلهوالو تر منځ سختې نښتې پیل شوي او سیمه د پراخ کړکېچ ښکار ده.
ورځپاڼه زیاتوي: اسرائیلي چارواکي اندېښنه لري چې د سوریې پوځ یا د هغوی متحدین ممکن د توغندیو بریدونه ترسره کړي او اسرائیل په نښه کړي. له همدې امله، د اسرائیلو پوځ خپل دفاعي حالت لوړ کړی او بېلابېلو سناریوګانو ته متوجه دی.
دا راپورونه داسې مهال خپریږي، چې اسراییلو شیبه وړاندې پر دمشق کې د سوریې د پوځ اهداف په نښه کړل او وایي، دا بریدونه یې د سوریه کې د دروزو پر ضد د حکومتي عملیاتو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسرائیلو او سوریې ترمنځ د جګړې خطر ورځ تر بلې زیاتېږي، او د سیمې امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.


















