انصارالله: د اسرائیلو له لوري پر سوریه یرغل ښکاره تېری او د مشروع حاکمیت نقض دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ جنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن انصارالله اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیلو له لوري پر سوریه ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې: «موږ د صهیونیستي رژیم د هغه یرغل په کلکه غندنه کوو، چې د سوریې پر پلازمېنه دمشق یې ترسره کړی، دا برید د سوریې پر حاکمیت ښکاره تېری او له ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.»

انصارالله زیاته کړې، چې دا ډول یرغلونه به د سیمې د مقاومت محوره هېوادونو تر منځ لا زیات یووالی راولي، او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې به ګډ دریځ پیاوړی شي.

غورځنګ له ټولو عربي او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د سوریې له ولس او مشروع حکومت سره ملاتړ څرګند کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button