د نړۍ تر ټولو قيمتي اورګاډی، د دوه ورځني سفر بیه يې له ۱۰ نه ۱۵ لکه افغانۍ پورې رسېږي

جاپان کې د سیاحت لپاره مشهوره او مجلله اورګاډی “سیون سټارز اِن کیوشو” د نړۍ له هغو تر ټولو قیمتي ریل‌ګاډو څخه ګڼل کېږي چې د دوه ورځني سفر بیه یې له ۱۰ څخه تر ۱۵ لکه افغانيو پورې رسېږي.

یاد اورګاډی په یوه وخت کې یوازې ۳۰ مسافرو ته د سفر اجازه ورکوي، چې دا چاره د هغه د ارامۍ، محرمیت او لوړ کیفیت څرګندونه کوي.

د سفر کوونکو په وینا، د دې اورګاډي ټکټ ترلاسه کول اسانه کار نه دی، بلکې یا د قرعې‌کښۍ له لارې او یا د اوږده انتظار وروسته څوک دا چانس ترلاسه کوي.

په دې لوکس اورګاډي کې د لرګیو ښکلي کیبینونه، شخصي تشنابونه، له کړکیو د ښکلو طبيعي منظرو لید، او د لوړې کچې خواړه مسافرو ته وړاندې کېږي.

دغه اورګاډی د جاپان په سویلي ټاپو “کیوشو” کې چلېږي او مسافرو ته یو بشپړ شاهي اسانتياوې برابروي.

مربوطه مطالب

Back to top button