احمد الشرع: سوريه د نورو د شومو موخو لپاره د تجربو ډګر نه دی، د اسرائيلو فتنې به ناکامې شي

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):
د سوريې د لنډمهالي انتقالې دورې ولسمشر احمد الشرع ويلي، سوريه به هېڅکله د بهرنیو هېوادونو او د نورو د طمعو لپاره د تجربو ډګر ونه ګرځي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سوريې پوځ له السويداء ښار څخه له سختو نښتو وروسته شا تګ وکړ.
الشرع زياته کړه، اسرائيل له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د سوريې ثبات ګډوډ کړي او خلک يو د بل پر وړاندې را وپاروي.
الشرع وويل، د هېواد د رهبرۍ پرېکړه دا وه چې د يوې خطرناکې، لويې جګړې له پيلېدو ډډه وشي، ځکه دا به د دروزي ټولنې د خلکو، د سوريې د ثبات او ټولې سيمې د امنيت قیمت پرې کړي. نوموړي زياته کړه، د ملي ګټو د خونديتابه لپاره يې پرېکړه وکړه چې ځایي مشران او مشايخ د امنیت د ټينګښت مسووليت ته هڅې وکړي او د اسرائيلو او نورو بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسي.
هغه د امريکا، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو د منځګړيتوب ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دغو هڅو له برکته، سوريه له يوې پراخې او وژونکې جګړې وژغورل شوه.
الشرع په خپله وينا کې دروزي ټولنې ته ځانګړی خطاب وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د هغوی حقوق، آزادي او حيثيت د سوريې لپاره ارزښت لري، او هېڅ ډول هڅې به بریالۍ نه شي چې د هېواد ملي یووالي ته زيان ورسوي.



