صهیونیستي اشغالګرو لاذقيه کې د سوریایي پوځ د توپچي لېوا مرکزونه په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د سوریې په ساحلي ولایت لاذقيه کې د پوځ دوه مهم نظامي مرکزونه په نښه کړي، چې د ۱۰۷مې او ۱۳۲مې توپچي لېواګانو قوماندانۍ پکې هدف ګرځېدلې دي.

بریدونه نن سهار وختي د بزامل او زاما په نوم کلیو کې شوي، چې دواړه د لاذقيې ولایت اړوند جبله ولسوالۍ کې موقعیت لري. عیني شاهدان وايي، له بریدونو وروسته د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د سوریې حکومتي سرچینو تر دې دمه د یاد برید په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي؛ خو ځايي رسنیو د پراخو مالي زیانونو راپور ورکړی دی.

امنیتي شنونکي باور لري چې د دغو بریدونو موخه د سوریې د توپچي ځواک مهم تاسیسات کمزوري کول او د پوځ له لوري د احتمالي ځوابي عملیاتو مخنیوی دی. دا بریدونه وروسته له هغه ترسره کېږي، چې تېره ورځ د پلازمینې دمشق په شمول د سوریې بېلابېل نظامي اهداف د صهیونیستي رژیم له لوري بمبار شول.

باید وویل شي چې دا تازه بریدونه د صهیونیستي اشغالګرو له لوري د سوریې پر خاوره د سرغړونو دوام ګڼل کېږي، چې د سیمې امنیت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button