د سوریې حکومتي ځواکونه له سوېدا ولایت څخه ووتل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د تحریرالشام په مشرۍ د سوریې لنډمهالي حکومت د سوېدا ولایت له مرکز او شاوخوا سیمو څخه خپل نظامي ځواکونه ایستلي دي. دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې د سوېدا ولایت د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د اوږدو خبرو وروسته د اوربند تړون لاسلیک شو.د سوریې د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د ځواکونو وتل د سیمهییزو خلکو غوښتنو ته په پام او د بېثباتۍ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ترسره شوي. سرچینو زیاته کړې چې له ښار څخه د درنو وسلو، ټانکونو او نظامي قطعاتو وتل بشپړ شوي، او اوس د سوېدا ولایت امنیتي مسئولیت قومي ملیشو ته سپارل شوی دی.له تېرو څو میاشتو راهیسې په سوېدا کې د حکومت ضد اعتراضونه، وسلهوالې نښتې او د قومي ډلو ترمنځ شخړې زیاتې شوې وې. ډېری څارونکي دا وتل د دمشق حکومت له لوري د ماتې د منلو په توګه یادوي.که څه هم حکومت وايي چې امنیت یې محلي ملیشو ته سپارلی؛ خو د سیمې اوسېدونکي لا هم د حالاتو اندېښمن دي او له نړېوالې ټولنې د ضمانت غوښتنه کوي.



