پکتیا کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې د زرمت ولسوالۍ په کلالګو سیمه کې د یوه کارېز او ۵۷۰ مترو اوږد کانال د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي. یادې پروژې ته نږدې ۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د سیمه‌ ییزو کروندګرو د اړتیاوو پر بنسټ تطبیقېږي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې له امله به د بزګرانو تولیدات زیات او اقتصادي حالت یې پیاوړی شي.
مسوولین زیاتوي چې دا یوازې د پیل ګام دی، او د کرنې سکتور د پراختیا لپاره ورته نورې اسانتیاوې او بنسټیزې پروژې هم پلان شوې دي، څو کروندګر وکولای شي خپل حاصلات په ښه کیفیت بازار ته وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button