له سوېدا ولایت د حکومتي ځواکونو وتل؛ مخالفو وسله والو د صهیونیستي رژیم بیرغونه پورته او خوشالۍ ولمانځلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

له هغه وروسته چې د سوریې حکومتي ځواکونه له سوېدا ولایت څخه په بشپړه توګه ووتل، ځینو مخالفو وسله‌والو ډلو د خوشالۍ نمانځنې پیل کړې، شعارونه یې ورکړي، او د صهیونیستي رژیم بیرغونه یې پورته کړي دي.

عیني شاهدان وايي، چې د سوېدا په مرکز او ځینو نورو شاوخوا سیمو کې وسله‌وال کسان له سپکو او درنو وسلو سره ښکاره ګرځي، د دمشق ضد شعارونه ورکوي او د اسرائیلو بیرغونه یې پورته کړي دي.

د سیمې ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغو ډلو کړنې نه یوازې د ملي حاکمیت خلاف دي، بلکې دا د سوریې پر ملي وحدت او خپلواکۍ ښکاره برید بلل کېږي. د سیمې حکومت پلوه مشرانو دغه عمل د “فتنې انګیزه” بللې او خبرداری یې ورکړی چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ غواړي د سوېدا سیمه د تجزیې او بې‌ثباتۍ مرکز وګرځوي.
د سوریې حکومت که څه هم تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ځینو سرچینو په وینا، نظامي شوراګانې د حالاتو له نږدې څارنې سره، د بیا ځای پر ځای کېدو پلانونه ارزوي.

مربوطه مطالب

Back to top button