د غزې شجاعیه کې د حماس بریدونه؛ ۲ صهیونیستي اشغالګر وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې «القسام» لېوا ځواکونو نن پنجشنبه سهار د غزې ښار په ختیځه برخه شجاعیه کې د صهیونیستي اشغالګرو پر ضد تازه بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې لږ تر لږه دوه اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.

د القسام ځواکونو په اعلامیه کې راغلي، چې دا بریدونه د نږدې فاصلې څخه ترسره شوي، چیرې چې مجاهدینو له مخکې د کمین عملیات تنظیم کړي وو. برید د لاسې بمونو او درنو وسلو پر مټ ترسره شوی دی.

د حماس ویاند ویلي، چې دا عملیات د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې جنایتونو، په تېره بیا د ملکي فلسطینیانو د وژنې او بنسټیزو تأسیساتو د ویجاړولو په غچ کې ترسره شوي دي.

په ورته وخت کې، اسرائيلي پوځ رسماً د خپلو دوو عسکرو د وژل کېدو اعتراف کړی، خو د پېښې ځای او نور جزئیات یې نه‌دي افشا کړي.

شجاعیه هغه سیمه ده، چې د روانې جګړې له پیل راهیسې یو له تر ټولو سختو نښتو شاهده پاتې شوې او د حماس مجاهدین تل پکې پر اشغالګرو درانه بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button