یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې د فلسطیني ولس او مجاهدینو د ملاتړ په موخه د صهیونیستي ريژیم پر پوځي اهدافو ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.
د خبر پاڼې له مخې، د یمن وسلوال پوځ د “هایپرسونیک”توغندیو پر مټ د اشغالي فلسطین “یافا” تل أبیب ته څېرمه د صهیونیستي رژیم «لد» نړیوال هوایي ډګر په نښه کړی، چې د راپورونو له مخې خپل هدف یې په بریالۍ توګه ویشتی او د صهیونیستانو تر منځ یې پراخه ویره خپره کړې، زرګونه خلک پناه ځایونو ته تښتېدلي او هوایي ډګر هم تړل شوی دی.همداراز د یمني ځواکونو بې پیلوټه الوتکو درې جلا بریدونه کړي، چې څلور ډرون الوتکې پکې کارول شوې دي:
دوه الوتکو د اشغالګرو یو پوځي هدف د النقب په سیمه کې په نښه کړی.دوه نورو الوتکو بیا د لد هوايي ډګر او «ام‌الرشراش» بندر باندې بریالي عملیات ترسره کړي دي.یمني پوځ ټینګار کړی، چې دا بریدونه د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره شوي، او دایې یو “دیني، اخلاقي او انساني مسؤلیت” ګڼلی او یوځل بیا یې ګواښ کړی، چې د اسرائیلو لخوا د نسل‌وژنې او محاصرې تر پای ته رسېدو به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button