د پاکستان د لومړي وزير مرستیال محمد اسحاق ډار کابل ته راورسېد؛ د درې اړخیزې رېل پټلۍ هوکړه‌لیک لاسلیکېږي

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، نن د یوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته راغی.

نوموړی به د ازبکستان-افغانستان-پاکستان (UAP) درې اړخیزې رېل پټلۍ د ګډ امکان سنجونې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اسحاق ډار سره یو لوړ پوړی پلاوی هم مل دی.

ټاکل شوې چې د دغه سفر په ترڅ کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د سرپرست بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره جلا لیدنه وکړي.

همداراز، نوموړی به د افغانستان د سرپرست رییس‌الوزرا مولوي محمد حسن اخوند سره هم وګوري.

د دغو لیدنو پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو مسایلو تر څنګ پر نړیوالو پرمختګونو هم بحث وشي.

د یادونې وړ ده چې د UAP پروژه یوه مهمه سیمه‌ییزه اقتصادي ابتکار ده، چې موخه یې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ تړاو جوړول دي.

دا پروژه به د مرکزي آسیا هېوادونو ته د پاکستان بندرونو ته د لاسرسي نوې لاره برابر کړي، او د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو له لارې به د سیمې ثبات، پرمختګ او نښلېدو ته وده ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button