افغاني سره میاشت:راستنېدونکو کډوالو ته خواړه، د څښاک اوبه او دوامداره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د افغاني سرې میاشتې له لوري، له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو لومړنيو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هرات ولايت په اسلام قلعه بندر او د نيمروز ولايت په ميلک بندر کې د پخو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو لړۍ روانه ده.

د مرستو په ترڅ کې نن ورځ په هرات کې ۴۰۰۰ تنو او په نیمروز کې ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو ته پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه ووېشل شوې او سلګونه کډوالو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري روغتيايي خدمتونه هم وړاندې شول.

مربوطه مطالب

Back to top button