د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف درې اړخیزې غونډه کې ګډون لپاره کابل ته راورسېد

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

 د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی بختیار سعیدوف نن غرمه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د ګډون په موخه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راورسېد.

ټاکل شوې چې د سفر په ترڅ کې به د اسلامي امارت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د بختیار سعیدوف سره ځانګړې لیدنه ولري، چې پکې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو ترڅنګ، د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په ځانګړي ډول د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې پر پرمختګ بحث وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر به په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې برخه هم وي، چې موخه یې د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د ترانزیټ مسیرونو اسانتیا او د ستراتېژیکو همکاریو پراخوالی بلل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button