اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې د منسوبینو د تعقیب او څار شایعات رد کړل

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وایي، چې د پخوانۍ ادارې د سرتېرو او منسوبینو د تعقیب، نیونې او څار اړوند خپرېدونکي شایعات بې اساسه دي.

نوموړي وویل، چې د اسلامي امارت زعیم شيخ هبت الله اخندزاده له لوري اعلان شوې عمومي عفوه لا هم پر ځای ده او ټولو ته مصؤنیت تضمین شوی دی.

فطرت زیاتوي، چې تر دې دمه هیڅوک د پخوانیو کړنو له امله نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم څارل کېږي.

نوموړي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي د یو شمېر پخوانیو چارواکو نوملړونه افشا شوي او اوس هغوی څارل کېږي.

نوموړی زياتوي، استخباراتي ادارو سره د اړوندو کسانو ټول معلومات له وړاندې شته، او اړتیا نشته چې له بهرنیو افشا شوو اسنادو استفاده وشي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ټینګار وکړ، چې له عمومي عفوې وروسته، د امارت له لوري هیڅ ډول انتقامي چلند نه کېږي او هیڅ څوک دا اجازه نه لري چې پخواني منسوبین وڅاري، تعقیب یې کړي یا زیان ورته ورسوي.

هغه وویل، چې دا ډول شایعات یوازې د خلکو د وېرې او اندېښنو لپاره خپرېږي، چې اسلامي امارت یې په کلکه ردوي.

مربوطه مطالب

Back to top button