عبدالملک حوثي: د صهیونیستانو پر ضد د سوریې له ولس کلک ملاتړ کوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي، چې ویلې چې د صهیونیستي یرغل پر وړاندې د سوریې له ولس سره کلک ولاړ دي او دا وخت د تفرقې نه، بلکې د یووالي دی.

ښاغلي حوثي زیاته کړې:
“موږ ته دا مهمه نه ده چې په سوریه کې څوک واکمن دی، موږ ته اسلام او مسلمانان مهم دي. الله تعالی موږ ته ویلي، چې مسلمانان سره وروڼه دي. موږ باید دښمن ته د فرصت ورکولو پر ځای، د یووالي او ګډ دریځ لاره خپله کړو.”

هغه خبرداری ورکړی چې اوسنی وضعیت خورا حساس دی یا به “اسراییل له منځه ولاړ شي او یا به مسلمانان ختم شي.”

حوثي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې صهیونیستي اشغالګرو د سوریې پر پلازمېنه دمشق او نورو سیمو پراخ هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button