رئیس الوزراء د پاکستان د لومړي وزير له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل؛ د درې اړخیزې پروژې، مهاجرینو او همکاریو پر موضوعاتو خبرې وشوې

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ښاغلي ملا محمد حسن آخند نن مازدیګر د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره، چې د درې اړخیزې غونډې د ګډون لپاره کابل ته راغلي، په ګلخانې ماڼۍ کې رسمي لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو هم ګډون کړی و.
رئیس الوزراء د پاکستاني پلاوي هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي. اسحاق ډار د افغانستان د ښه میلمه پالنې مننه وکړه، د پاکستان د لومړي وزير سلامونه یې وړاندې کړل او رئیس الوزراء ته یې د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.
نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژه د درې اړخیز تړون یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دا به د سیمې اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ټینګار وکړ چې باید د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدنې او د شته ستونزو د حل لپاره دواړه هېوادونه جدي او صادقانه هڅې وکړي.
نوموړي د ټرانس-افغان پروژې د بریا هیله وښوده او وویل، چې ستونزې باید د تفاهم، ورورۍ او ښه ګاونډیتوب له لارې حل شي، نه د فشار او تهدید له لارې.



