د سوریې جګړه؛ حکومت‌ملاتړي وسله‌وال د سوېدا ولایت ځینو سیمو ته ننوتلي- حکومتي ځواکونه به یواځې ۴۸ ساعتونه ښار کې پاتې کېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې د حکومت‌ ملاتړي وسله‌وال ډلو.د سوېدا ولایت ځینو سیمو ته ننوتلي دي. سرچینې وايي، چې تر سختو جګړو وروسته د اسرائیلو له ملاتړه برخمن “دُرزي” وسله وال له ځینو سیمو شاتګ ته اړ شوي؛ خو لا هم خونړۍ نښتې روانې دي او د ښار پر ډیری سیمو لا هم “دُورزي” وسله وال کنټرول لري.

په سیمه کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د دُروز اقلیت او سني بدوي قبیلو تر منځ نښتې روانې دي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. ځینې سرچینې وايي، چې حکومتي ځواکونه لا هم منتظر دي او ښار ته نه دي ننوتلي.

په ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې د حکومتي ځواکونو ننوتل به د یوې لنډمهالې هوکړې له مخې ترسره شي، چې د ترکیې په منځګړیتوب اسرائیلو هم موافقه کړې ده. ځینې راپورونه بیا دا هم ښيي، چې حکومتي ځواکونو ته یوازې د ۴۸ ساعتونو لپاره ښار کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

یا ده دې وي،.چې سوېدا ولایت دا مهال له سختو شرایطو سره مخ ده، او د بشري ناورین د پراخېدو اندېښنې شته. نړیوالې ادارې او سیمه‌ییز مشران هڅه کوي، چې وضعیت کابو کړي او د سولې لپاره لارې چارې ولټوي.

مربوطه مطالب

Back to top button