بریتانیا: د افغان راستنېدونکو لپاره ۱.۱ میلیارد افغانۍ مرستې اعلان؛ له امارت سره اړیکو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د بریټانیا له شارژدافیر رابرت ډکسن او د افغانستان لپاره د نوي بریتانوي استازي ریچارد لینزي سره له پاکستان او ایران څخه د جبري راستنو شویو افغانانو ستونزې، لاسنیوی او بشري مرستو پر هدف ليدنه کړې ده.
ښاغلي رابرت ډکسن د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او زیاته یې کړه چې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره یې د ۱.۱ میلیاردو افغانیو مرستې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې له لارې به يې تطبیق کړي.
دغه راز په غونډه کې د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارد لینزي وویل، چې هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره اړیکې وساتي او شته نړیوال مسائل باید د خبرو له لارې حل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې بریټانیا به له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او د اسلامي امارت سره به د اړيکو لړۍ روانه وي.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر د بریتانوي ډيپلوماتانو هرکلی وکړ او د لندن له بشري مرستو یې مننه وکړه.
نوموړي وویل چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره پر پولو خدمات فعال کړي، خو دا افغانان د میشت کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري زياته يې کړه چې بشري مرستې باید له سیاسي اجنډاوو څخه پاکې وي او د کډوالو د ښارګوټو د جوړېدو لپاره یې د بریټانیا د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه د ناستې په پای کې وویل، چې اسلامي امارت د نړیوالو اندېښنو ځواب ویلی او نور باید د رسمیت پېژندلو په برخه کې ځنډ ونشي.



