تل ابیب او دمشق د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک ویلي، چې اسراییل او سوریه د ترکیې، اردن او ګاونډیو هېوادونو په منځګړیتوب د اوربند هوکړې ته رسیدلي دي. باراک دغه څرګندونې پرون کړې او زیاته کړې يې ده، چې دا هوکړه د سوریې د ګاونډيو هېوادوونو په مرسته شوې. اسراییلو د چهارشنبه په ورځ د دمشق پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړل او د سوریې جنوب کې یې په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه وکړل. اسراییل د دې بریدونو موخه د سوریې د دروز اقلیت ساتنه بللې.

مربوطه مطالب

Back to top button