یمني ځواکونو د «فلسطین ۲» توغندي په وسیله د اسرائيلو بین ګوریون هوايي ډګر په نښه کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی چې د اسرائيل تر ټولو لوی هوايي ډګر «بین ګوریون» یې د هایپرسونیک بالستیک توغندي «فلسطین ۲» په وسیله په نښه کړی، چې له امله یې د زرګونو اسرائيلي ښاریانو د وتلو لړۍ پیل شوې او د تل ابیب پر هوايي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، بریدجنرال یحییٰ سريع ویلي، چې یاده حمله د فلسطیني مظلوم ولس د ملاتړ په موخه ترسره شوې او توغندي یې په دقیق ډول خپل هدف ویشتلی دی.

سريع ټینګار کړی وايي، تر هغې چې د غزې محاصره او د اسرائيلو جنګي جنایتونه پای ته نه وي رسېدلي، د دوی له خوا به د نظامي عملیاتو لړۍ روانه وي.

بل لور ته، د اسرائيلو رسنیو راپور ورکړی چې له برید وروسته د تل ابیب په شاوخوا سیمو کې خلکو ته د پناه ځایونو ته د تللو امر شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button