د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر «فیلیپو ګراندي» د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې لپاره کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ښاغلی فیلیپو ګراندي د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې لپاره نن سهار کابل ته راورسېد.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمان فاني د ګراندي د راتګ هرکلي تر څنګ ويلي چې د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی.
نوموړي زياته کړې چې راستانه شوي مهاجرین د بیړنیو مرستو ترڅنګ، د سرپناه، زدهکړو او روغتیايي خدماتو ته جدي اړتیا لري، او تمهیې وښوده چې د ملګرو ملتونو دغه سفر به د مرستو جلب او پایدار ادغام ته لاره هواره کړي.
دغه راز ښاغلي ګراندي ویلي، د سفر موخه یې له اسلامي امارت چارواکو او خلکو سره لیدنې دي، څو د بېرته راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته رسیدنه وشي.
نوموړي له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ډلهییز ایستل یوه ستره ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، که څه هم نړیواله ټولنه له مالي ستونزو سره مخ ده، خو UNHCR به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. ټاکل شوې چې نوموړی به هرات ته هم سفر وکړي.



